د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشرجوزف بایډن، چې ډيموکرات ګوند سره تعلق لري؛ نژدې نیمه پیړۍ یې د امریکا په سیاسي صحنه کې رول درلود؛ اوس د یاد هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
هغه د ۲۰۰۹نه تر ۲۰۱۷پورې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي.
جوزف بایډن د متحده ایالاتو د دلاویر پوهنتون د تاریخ او سیاسي علومو له څانګې فارغ شوی او لوړې زده کړې یې په حقوقو کې د سرکیوز پوهنتون څخه کړی.
هغه په ۱۹۶۶کال کې د نیلیا هانټر بایډن سره واده وکړ او د هغوی د واده څخه یې درې اولادونه شوي و، چې دریم جوزف آر "بوبایډن"، رابرټ هنټر او نواميکرستینا نومیږي.
نیلیا هانټر په ۱۹۷۲ یوې ترافیکي پیښه کې مړه شوه.
بایډن په ۱۹۷۷کې دوهم ځل واده د جیل بایډن سره وکړ او د واده ثمره د هغه لور اشلي بلرز بایډن ده.
جوبایډن د لومړي ځل لپاره په یوه سیمه ییزه شورا کې د ټاکنیز مبارزې په پيلولو سره د سیاست میدان ته ورودانګل او بیا په ۱۹۷۲کال کې ځان د امریکا د مشرانو جرګې ته نوماند کړ.
جوزف بایډن د ۱۹۷۳نه تر۲۰۰۹پورې شپږ دورې د امریکا متحده ایالاتو په مشرانو جرګه کې کار وکړ او یاده جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی او مشر پاتې شوی دی.